کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، پر ایران د اسرائیل د نن سهار بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو حقوقو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه بللی ده.
د راپورونو له مخې، اسراییلي چارواکو ویلي چې نن سهار (جمعه، د غبرګولي ۲۳مه) یې د ایران اټومي تاسیسات، د بالستیک توغندیو د تولید کارخونې او پوځي قوماندانان په نښه کړي دي.
مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د ایران د اسلامي جمهوریت پر خاوره د اسراییلي رژیم وروستي بریدونه او د اټومي برخي پوهانو او قوماندانانو ترور چې د نړۍوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو، په ځانګړې توګه د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض او له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي، په کلکه غندي.»
هغه لیکلي: «دا اقدام په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې د فلسطین مظلوم خلک، په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې له بېوقفې سره مخ دي او اشغالګر رژیم بشري او نړۍوالو قوانینو ته په به اعتنایۍ سره دغه بهیر ته دوام ورکوي.»
د مجاهد په وینا، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کرکېچن او اندېښمنوونکی کړی دی.
هغه زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې چې د سیمهییز امنیت او ثبات ساتل دي، په پوره مسوولیت سره دغې موضوع ته رسېدنه وکړي څو په سیمه کې ناامنۍ او بېثباتۍ د ډېرېدو مخنیو وشي.»
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم په منځني ختیځ کې هر ډول تاوتریخوالی غندلی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې له زغم کار واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP