منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اسلامي امارت

۲۵۹ راپورونه

راپورونه

غړي

ا.ا: د حماس غورځنګ قربانۍ به د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي

اسلامي امارت وایي، د حماس غورځنګ مشرانو د اسرئیلو پر وړاندې د خپل نه ستړي‌کېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي.

غړي

خلیلزاد اسلام‌اباد کې د نجونو زده‌کړو په اړه غونډه د ا.ا پر وړاندې تبلیغاتي هڅه بللې ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وایي، پاکستان کې د نجونو پر زده‌کړو د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې موخه له افغان ښځو سره خواخوږي نه، بلکې له ا.ا سره د روانې تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده.

فطرت: امریکا اسلامي امارت ته یوه روپۍ هم نه ده ورکړې

ډونالډ ټرمپ وایي، د امریکا میلیاردونه ډالر د افغانستان اوسني حکومت ته ورکول کېږي، خو ا.ا دغه ادعا ردوي، وایي، امریکا نه یوازې پیسې نه دي ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي دي.

غړي

ستانکزی: ا.ا د اسلامي شريعت په اډانه کې د دیني او عصري علومو پراختیا ته ژمن دی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، تعلیم د یوه هېواد د پرمختګ مهمه وسيله او د اوسني عصر اړتيا ده، په همدې اساس اسلامي امارت د اسلامي شريعت په اډانه کې د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی.

غړي

ارګ: اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی

د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته کې ټینګار شوی چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې ساتنې مسوولیت او د دفاع مشروع حق لري او اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی.

غړي

مولوي عبدالکبیر: اسلامي ‌امارت افغانستان کې هیڅ وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ ورکوي

د ریاست‌الورزاء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي‌ امارت په افغانستان کې هیڅ وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ ورکوي او په خبره یې چې پر افغانستان د ناسمو تورونو لګول هم ګټه نه‌ لري، بلکې د اړیکو د خرابېدو او تاوتریخوالي سبب کېږي.

غړي

اسلامي امارت غزني کې د تېرې شپې خونړیو ترافیکي پېښو د جدي څېړنې سپارښتنه کړې

اسلامي امارت په غزني ولایت کې د تېرې شپې ترافیکي پېښو کې پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې او اړوندو ارګانونونه ته یې سپارښتنه کړې چې دواړه پېښې وڅېړي، علت یې معلوم کړي او د داسې ناورینونو د تکرار مخه دې ونیسي.

غړي

ا.ا د روسیې پارلمان له خوا له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحې د تایید هرکلی وکړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسیې پارلمان له خوا د هغې طرحې د تایید هرکلی وکړ چې له مخې به یې د «طالبانو غورځنګ» نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کولو ته زمینه برابروي.

غړي

اسلامي امارت سوریه کې هیئة تحریر الشام ته د بریا مبارکي ورکړه

د افغانستان بهرنیو چارو په سوریه کې وروستي پرمختګونه د جګړې او بې‌ثباتۍ له منځه وړل یاد کړي، هیئة تحریر الشام ته یې د بریا مبارکي ویلې او هیله یې څرګند کړې په دغه هېواد کې د واک لېږد د اسلامي نظام جوړېدو سبب شي.

غړي

اسلامي امارت: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک ډېرې موندنې له عیني واقعیتونو لرې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک موندنې له عیني واقعیتونو لرې بللې او ويلي یې دي، غوره ده چې نړۍواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک سره له افغان حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.

غړي

په اسلام‌اباد کې د قرغزستان سفیر او د ا.ا د سفارت سرپرست پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي

په پاکستان کې د قرغزستان سفیر او اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه، د قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو او تاریخي اړیکو، مشترکاتو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

جلالي: روسیه دې پایلې ته رسېدلې چې ا.ا په سیمه کې یو ښه سیاسي او اقتصادي شریک کېدای شي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د روسیې وروستي پلاوي سفر به د هغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو تحریک» نوم لرې کولو او د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو لا پراختيا ته زمينه برابره کړي.

نور راپورونه