ژبه

ستانکزی: ا.ا د اسلامي شريعت په اډانه کې د دیني او عصري علومو پراختیا ته ژمن دی

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، تعلیم د یوه هېواد د پرمختګ مهمه وسيله او د اوسني عصر اړتيا ده، په همدې اساس اسلامي امارت د اسلامي شريعت په اډانه کې د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یادې څرګندونې له یو شمېر دیني عالمانو سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه ديني عالمانو له اسلامي نظام، ډاډمن امنيت، اقتصادي ځان بسياينې او د رغنيزو چارو له امله خوښي وښوده.

د خبرپاڼې په حواله، یادو عالمانو د حاکم اسلامي نظام د تقویې او تداوم هیله څرګنده او دغه راز یې د ځينو سیمو وګړو ته د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو او د شته ستونزو د هوارۍ غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ملت او حکومت ترمنځ د عالمانو رول د وصل پل وباله او د دوی غوښتنو ته يې په ځواب کې وويل: «دا هېواد او ملت نږدې نيمه پېړۍ جګړو ځپلی، رنځېدلی او کړېدلی، زمونږ هڅه دا ده چې ملت مو بيا د دغه ناخوالو ښکار نه شي، ستونزو ته يې لاسرسی وشي او په ګډه يو سوکاله، باثباته او په هره برخه کې پر ځان بسيا افغانستان ولرو.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ستانکزي د تعليمي برخې غښتلتیا ته په اشاره زياته کړه، تعلیم د یو هېواد د پرمختګ مهمه وسيله او د اوسني عصر اړتيا ده، په همدې اساس اسلامي امارت د اسلامي شريعت په اډانه کې د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی او په يوې داسې طرحه کار کوي چې ټولې اړتیاوې په نظر کې نیول شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د تعلیم پر اړتیا ټینګار کړی و.