ژبه

د اسلامي امارت یو پلاوی ایران ته ولاړ

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.</p>

<p style="text-align: justify;">د کورنیو چارو وزارت دغه خبر پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې زیاته کړې، د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه نن (دوشنبه) له غرمې مخکې له کابله یاد هېواد ته په سفر روان شو.</p>

<p style="text-align: justify;">د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې به د نشه‌یي توکو د تشخیص او د دغو توکو د مخنیوي برخه کې پر ګډې مبارزې او د همکاريو پر پراختيا خبرې وشي.</p>