Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت په نږدې راتلونکي کې د مسکو لپاره د سفیر په کچه ډیپلومات معرفي کوي

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، روسیه د سفیر په کچه د ا.ا ډیپلومات مني او دوی په نږدې راتلونکي کې د مسکو لپاره د سفیر په کچه ډیپلومات معرفي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې د دوو اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پر ځینو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي چې متقي د روسیې فدراسیون له وروستي اقدام مننه وکړه، چې په ترڅ کې یې د «طالبانو غورځنګ» نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، په روسیه کې د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کړ.

د یادونې ده چې د روسیې سترې محکمې تېره اونۍ د افغانستان اسلامي امارت چې پخوا د «طالبانو غورځنګ» په نوم یادېده، د ممنوعه ډلو له لېسته وایست.

خبرپاڼه کې راغلي: «همداراز مولوي امیر خان متقي له فدراسیون مننه وکړه چې په مسکو کې د سفیر په کچه د ا.ا.ا. دیپلومات مني او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.»

متقي دغه راز ویلي، مسکو د سفیر په کچه د اسلامي امارت دیپلومات مني او په نږدې راتلونکې به مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي هم ویلي چې هېواد ته یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې دا اقدامات وکړل څو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.

کابلوف وویل، راتلونکې مې میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمېسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، کابلوف د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم وباله او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.