Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشرتابه مسوولینو ته: د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ او غږ یې اورئ

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې د فلسطین له خلکو ملاتړ څرګند کړی او له امیر څخه پر اطاعت، یووالي او د خلکو حقونو پر ساتنه د ټینګار ترڅنګ یې له مسوولینو غوښتي چې د خلکو شکایتونه واوري او د سوداګرو او صنعتکارانو لا ډېر ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شیخ هبت‌الله اخندزاده دغه اختریز پیغام پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

د اسلامي امارت مشر ویلي: «اوس زموږ او ستاسو مشترک مسوولیت جوړېږي چې له موجوده فرصت څخه ښه استفاده وکړو، د شرعي نظام د پرمختګ او کامیابۍ لپاره لا ډېرې هڅې او کوښښونه وکړو، خپل اتفاق او اتحاد لا نور تقویه کړو او هر مسوول خپل مسوولیت ته متوجه شي، غفلت ونه کړي، خپل وظایف پر خپل وخت سر ته ورسوي، یو له بل سره همغږي وکړي، یو د بل په کارونو کې مداخله ونه کړي او پوره کوښښ وکړي چې شریعت اول پر خپل ځان او بیا پر نورو تطبیق کړي.»

هغه ویلي، دغه راز متنفذین او د خلکو مشران مسوولیت لري چې په خپل استقامت سره د الله (ج) شرعي حکمونه په جامعه کې نافذ کړي، د خلكو حقوق خپلو حقدارانو ته ورسوي او هر شی پر خپل ځای کښېږدي؛ ځکه که دوی له دین څخه کاږه شي، دا ټول شرعي نظام او امن به له منځه ولاړ شي.

نوموړي د محاکمو ټولو قضاتو او مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د خلکو د حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل برخه کې تر پخوا ډېر جدي و اوسي، په قضاوت کې دې د قوي کس او ضعیف ترمنځ توپير نه کوي او د خلکو د قضیو په حل کې دې له ځنډ او خنډ څخه پرته کوښښ وکړي.

هغه له اړوندو ارګانونو غوښتي چې له علماوو او متنفذینو سره یوځای د خلکو د دعوت، نېکو اعمالو د ترویج او د خپلو مسوولیتونو په دایره کې د شرعي نظام لور ته د خلکو د بلنې کار ګړندی کړي.

د ا.ا مشرتابه زیاته کړې: «زموږ تجاران او صنعتکاران وروڼه باید د وطن د ابادۍ لپاره لا ډېر کوښښ وکړي، څو زموږ وطن خودکفا شي او د نورو له احتیاجه وژغورل شي، که موږ د استقلال او ازادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید پر وړاندې درېدل غواړو، نو په اوس زمانه کې دا شیان ټول په امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري او د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت تر ودې پورې اړه لري، راځئ په ګډه د خپل کور د جوړېدو او پر پښو درېدو په کار کې ونډه واخلو.»

د اسلامي امارت زعیم له اړوندو ادارو غوښتي چې د خپلو سوداګرو او صنعتکارانو لا ډېر حمایت وکړي، د راستنېدونکو مهاجرینو ښه خدمت وکړي، هغوی ځای پر ځای کړي او د حمل او نقل برخه کې تر وسه وسه همکاري ورسره وکړي.

هغه ویلي: «د اسلامي امارت ټول امنیتي او ملکي کارکوونکي باید خپلو کارونو ته ښه او جدي متوجه وي، د یو بل په کارونو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي؛ ځکه داسې کول د ګډوډۍ، بې‌اعتمادۍ او خپګان سبب ګرځي، همدا راز د خلکو خدمت کول عبادت دی، موږ تاسو ته چې ﷲ تعالی د خلکو مسوولیت را پر غاړه کړی، دا یو الهي امتحان دی، باید چې ډېره توجه وکړو، خلکو ته د خدمت په لاره کې غفلت رانه ونه شي؛ ځکه غفلت عذر نه دی، باید ډېر بیداره و اوسئ، د خلکو لپاره کارونه اسانه کړئ، سختۍ مه کوئ، سهولت کوئ، ﷲ تعالی به پر تاسو اساني وکړي، د خلکو وخت مه ضایع کوئ، د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ، له خلکو سره وخت په وخت لیده کاته کوئ، د هغوی شکایت او غږ اورئ، تر څو څوک د چا حق ونه خوري، څوک چا ته ضرر ونه رسوي او هر څوک خپل خپل حق ترلاسه کړي.»

د اسلامي امارت مشر ویلي، نظام د خلکو د پلار او متکفل حیثیت لري، باید د یوه پلار په څېر د خلکو خیال وساتي، د حقوقو یې ساتنه وکړي او له امانتونو څخه یې څارنه او مراقبت وکړي.

په دغه پیغام کې راغلي: «د امیر د فرمانونو او حکمونو اطاعت وکړئ؛ ځکه اطاعت لازم او واجب دی، باید ټول یې مراعات کړي او ټول د اطاعت په چوکاټ کي پر مخ ولاړ شي. راتلونکي نسلونه به ستاسو پوهې او تجربو ته محتاج وي، نو باید ځانونه ډېر وړ او پوه خلک جوړ کړئ، باید ډېر کوښښ او توجه وکړئ چې ښه علمي شخصیتونه او کدرونه درڅخه جوړ شي، تر څو د اسلام، اسلامي نظام او خلکو ښه خدمت وکړای شئ.»

په دغه اختریز پیغام کې راغلي، اسلامي امارت د فلسطین له مظلومو خلکو څخه یو ځل بیا خپل حمایت اعلانوي، د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی په کلکه غندي او د عاجل بندېدو غوښتنه یې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.