Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا او ایرلنډ حکومتونو اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره څه باندې ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
د راپورونو پر بنسټ، اسټرالیا د دغه هېواد په سیدني او ملبورن ښارونو کې ایران د دوو بریدونو پر ترسره کولو تورن کړی، د ایران سفیر یې ایستلی دی او په تهران کې د اسټرالیا د سفارت چارې ځنډېدلې دي.
اسټرالیا اعلان کړی چې راروانه میاشت (سپټمبر) به د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې ناسته کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره پنځه میلیون امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیون امریکايي ډالره مرسته کوي.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اماندا مکګرګور یې د ګېلن مایلر پر ځای د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوې ځانګړې استازې په توګه ګومارلې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۶ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د اسټرالیا د پوځ مخکنی وکیل ډیویډ مکبرایډ چې په افغانستان کې یې د اسټرالیايي پوځیانو جنګي جنایتونو تور په افشا کولو کې مرسته کړې وه، پر پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شو.
د اسټرالیا پولیس وايي چې د دغه هېواد په سیډني ښار کې پنځه کسان د چاقو په وسیله برید کې وژل شوي دي.
د ټایلنډ په کوربهتوب د څلورو هېوادونو ترمنځ د فوټسال سیالیو په لړ کې افغانستان نن له اسټرالیا سره لوبه ترسره کوي.
د اسټرالیا کرکټ ادارې یو ځل بیا اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره د شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ ځنډوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP