Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بشري مرستو لپاره د اروپایي کمیسیون سېمهییز مدیر وایي، په بروکسل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې له بیړني بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږېکوونکې اداره وایي، افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د ماشومانو د کار مخنیوی وکړي.
د اروپایي ټولنې لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډه کې له افغانانو سره پر بشري مرستو خبرې کړې دي.
د پوهنې سرپرست وزیر د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې وزیرانو په دویم نړۍوال فورم کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو چاپولو او د ښوونکو معاشنو برخو کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، له هند سره یې د دوو لوبغالو په اړه هوکړه کړې چې له مخې به یې د افغانستان په کوربهتوب پهکې سیالۍ ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال اسیایي ملتونو جام ته د لار موندنې سیالیو په لړ کې سبا شپه له کوېټ سره لوبه کوي.
د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، په واشنګټن کې یې له ازبکستان چارواکو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو او په دې برخه کې پر حللارو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر په ارزونه، محاسباتو او خپل بهرني سیاست کې په خپلواک ډول تصمیم نیسي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د فدراتیفې روسیې د کار او ټولنیز خوندیتوب له وزیر سره په لیدنه کې روسیې ته د افغان کارګرو قانوني لېږلو په اړه طرحه شریکه کړې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو په لړ کې نن په خپله دویمه لوبه کې نیوزلېنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماته ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو په لړ کې سبا له نیوزلنډ سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د ازبکستان یو شمېر سوداګرو د بلخ له والي سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي چې په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن