کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن په یوه دوستانه سیالۍ کې د ویټنام د لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

دا لوبه نن (یکشنبه) ماسپښین ۲:۳۰ بجې د ویټنام په کوربهتوب ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي د ویټنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه تمریني دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

دغه تدارکاتي لوبې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د پیاوړي ګډون لپاره د لا ډېر چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د دواړو لوبډلو دویمه دوستانه لوبه به هم د روان کال د جنورۍ په ۲۰مه، د مازدیګر په ۵:۰۰ بجې ترسره شي.

دغه فدراسیون روښانه کړې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ویټنام پر وړاندې دوستانه لوبې به د تړلو دروازو تر شا او په ژوندۍ بڼه د ټلوېزیون په پرده له راوړلو پرته ترسره شي.

د یادونې ده، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د تمریني کمپ او د ویټنام پر وړاندې دوستانه لوبو تر پای وروسته، دغه هېواد پرېږدي او ټایلېنډ ته به ولاړه شي څو د هغه هېواد د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې نورې تدارکاتي لوبې ترسره کړي.