پاکستان کې ځینې افغان خبریالان وايي چې په دغه هېواد کې د ویزې نه تمدیدو، روغتیايي او تحصیلي خدماتو ته نه لاسرسي، وخت ناوخت د پولیسو له لوري ځورولو او د غوښتنلیکونو پر وخت نه څېړل کېدو له امله له سختو ذهني او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې په پاکستان او ایران کې لسګونه افغان خبریالان له بد وضعیت سره مخ دي، له ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو یې غوښتي دي چې ددوی د کډوالۍ قانوني بهير ته لومړيتوب ورکړي او هم ورسره اقتصادي مرستې وکړي.
په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د ویزو او پاسپورټونو د وخت له پای ته رسېدو، د پولیسو له خوا له ځورول کېدو، اقتصادي او نورو ستونزو سر ټکوي او له اړوندو سرچینو یې د حل غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP