د فاریاب د خانچارباغ ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، هر کال د اقینې له سوداګریز بندر او د دې ولسوالۍ د نورو عایداتي سرچینو له درکه میلیاردونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ځي، خو د سیمې خلک لومړنیو ښاري خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.