د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون کې د یو شمېر پروژو کار پیل او د ۱۸ میليون افغانیو په لګښت د یاد پوهنتون د احاطوي دېوال په ګډون د یو شمېر نورو پروژو چارې بشپړې شوې.