د امریکا ولسمشر اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر وړاندې د امریکا اوږد واټن ويشتونکي توغندي وکاروي، خو د روسیې ولسمشر مخکې خبرداری ورکړی چې دا کار به په جګړه کې د امريکا او ناټو د نېغې ښکېلتيا په معنا وي او روسیه به یې په تړاو اړینې پرېکړې وکړي.