Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کندهار په ولایت کې د داعش ډلې له خوا د ترسره شوي برید د غندنې په ترڅ کې تروریزم د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ بللی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
د افغانستان سرپرست حکومت د ملګرو متلونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه لیک رد او د نوي ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره یې مخالفت څرګند کړی دی.
روسیه او چین وایي، ځکه یې د افغانستان په اړه د امنیت شورا پرېکړهلیک ته رایه ورنه کړه چې د ا.ا له هوکړې پرته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالف دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره هغه پرېکړه لیک تصویب کړ ، چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو لخوا د افغانستان په تړاو چمتو شوی و.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خوندي توګه د فلسطین غزې ښار ته د بشري مرستو دلېږلو د غوښتنې پرېکړه لیک تصویب کړ.
ا.ا د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د وړاندې شوي راپور ځینې برخې ستایي، خو وایي، افغانستان د افغانانو د ځانګړي متنوع جوړښت استازولي کوي، بايد په شخړو کې د ښکېل او داسې هېواد په سترګه ورته ونه کتل شي چې سياسي جوړجاړي ته اړتيا ولري.
. . .
د م.م امنیت شورا ویلي چې داعش په افغانستان او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې پر یو ګواښ بدل شوی خو د افغانستان ا.ا ویاند بیا وایي، افغانستان کې د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې ناسته کې له افغانستان سره پر دوامداره بشري مرستو د ټینګار ترڅنګ، له سرپرست حکومته وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګولي محدودیتونه دې لغوه کړي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه نن په نیویارک کې جوړېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP