په کابل کې د اندراګاندي روغتون مسوولین د مراجعینو شمېر ته په پام سره د روغتیايي پرسونل کمښت یوه جدي ستونزه بولي خو په ورته مهال وایي، په دغه روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د تشخیص او درملو وېش امکانات له ۲۰ تر ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.