ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«اندراګاندي روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د تشخیص او درملو وېش امکانات ۶۰ سلنه ډېر شوي»

«اندراګاندي روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د تشخیص او درملو وېش امکانات ۶۰ سلنه ډېر شوي»

author avatar
17 Apr 2023 - 19:01
«اندراګاندي روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د تشخیص او درملو وېش امکانات ۶۰ سلنه ډېر شوي»
author avatar
17 Apr 2023 - 19:01

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): په کابل کې د اندراګاندي روغتون مسوولین د مراجعینو شمېر ته په پام سره د روغتیايي پرسونل کمښت یوه جدي ستونزه بولي خو په ورته مهال وایي، په دغه روغتون کې د تېرو کلونو په پرتله د تشخیص او درملو وېش امکانات له ۲۰ تر ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.

یاد روغتون چې شاوخوا ۵۰ کاله مخکې تاسیس شوی، د مسوولینو په وینا یې چې اوسمهال د ۳۵۰ بسترونو په درلودلو سره په عمومي جراحي، عمومي داخله، سوځېدنې، بېړنۍ څانګې او جدي مراقبتونو، جلدي، غوږ او ستوني، سترګو، غاښونو، فزیوتراپي، لابراتواري خدمتونو، ایکو، اندسکوپي، اکسرې، الټراساوند، د زړه ګراف او نورو طبي معایناتو برخو کې ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د اندراګاندي روغتون د داخلې څانګې مسوول، پروفیسور ډاکټر محمدعارف حسن‌زی -چې له څلویښتو کلونو راهیسې د طبابت په برخه کې دنده ترسره کوي- پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې موده کې چې هغه په دغه سکټور کې خدمت کړی، په افغانستان کې ډېر بدلونونه راغلي، خو په هیڅ دوره کې د روغتیا سکټور زیانمن شوی نه دی.

هغه زیاته کړه، په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د سیاسي نظام له بدلون وروسته، په اندراګاندي روغتون کې مثبت بدلونونه ښکاره شول چې یو هم د درملو ورکول دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، ناروغانو ته د اړتیا وړ ۸۰ سلنه درمل له روغتونه ورکول کېږي او پاتې خپله ناروغ له روغتونه بهر پېري.

د نوموړي په وینا، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، ای‌سي‌ار‌سي او د هندوستان هېواد د درملو او تغذي توکو برابرولو برخه کې له دغه روغتون سره همکاري کړې ده.

ډاکټر حسن‌زی وایي، اوسمهال هغه فضا چې یو ډاکټر او نرس ته باید موجوده وي، رامنځته شوې ده.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نرس او ډاکټر ته د خوندي فضا له برابرېدلو موخه څه ده؟ وویل: «له اسلامي امارته وړاندې زورواکانو له هرې خوا څخه ناروغ راوستلو او پایوازان به وو، زموږ پرسونل به یې ګواښه، ان زموږ پرسونل وهل او ډبول کېده، د روغتون ښېښې ماتېدلې او زموږ کار کې د خنډ لامل کېده؛ خو له نیکه‌مرغه اوس د اسلامي امارت په راتګ او روغتون او طبی پرسونل ته په جدي پاملرنې سره دغه پېښې له منځه تللې او اوس ان یوه پېښه او یوه ستونزه هم نه لرو.»

هغه یاد روغتون ته له حده ډېرو ناروغانو مراجعې ته اشاره وکړه او ویې ویل، په عمومي ډول په پسرلي موسم کې د ناروغانو مراجعه د ورځې له ۵۰۰ تر ۸۰۰ او په ژمي موسم کې شاوخوا دوه زرو ته رسېږي چې د ناروغانو له ډلې شاوخوا ۱۰۰ یې په بېړني حالت کې وي او بسترولو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، دغه روغتون ته پر موسمي ناروغانو سربېره چې په ژمي موسم کې د سینه بغل او په اوړي کې د اسهال ناروغان مراجعه کوي، د سرطاني ناروغیو، خوارځواکۍ، غوږ او ستوني، جلدي، اورتوپیدي او د نوو زېږېدلو جراحۍ برخو کې هم بستر شوي ناروغان لري او درملنه یې کېږي.

په ورته وخت کې، د یاد روغتون سرطبیب او د ماشونو د داخله څانګې متخصص، محمد اقبال صادق یاد روغتون ته د ناروغانو شمېر ته په اشارې د روغتیایي کارکوونکو کمښت یوه عمده ستونزه وبلله او ویې ویل، شته روغتیايي کارکوونکي په سختۍ سره کولی شي چې ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس، اوسمهال په یاد روغتون کې د متخصصو ټرینرانو، استادانو، کاراموز ډاکټرانو، نرسانو، کاریګر او د صفاکارانو په ګډون ۷۲۱ کسان پر کار بوخت دي.

د هغه په وینا، شته پرسونل په ورځ کې ۳۵۰ ناروغانو ته په پا کې نیول شوی، خو په کابل ښار کې د ډېر نفوس له امله یاد روغتون ته د ورځې له ۵۰۰ ډېر ناروغان مراجعه کوي.

خو ډاکټر صادق وویل، په نږدې راتلونکي کې په پام کې لري چې د یاد روغتون تشکیل د ناروغانو د بسترونو او مراجعینو شمېر ته په کتو ډېر کړي.

د هغه په وینا، اوسمهال د تېرو کلونو په پرتله په یاد روغتون کې د خدمتونو وړاندې کول ښه شوي، د درملو پېرلو او د اړینو معایناتو ترسره کولو برخو کې د ناروغانو ۸۰ سلنه اړتیاوې روغتون کې دننه پوره کېږي؛ په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د خدمتونو د وړاندې کولو شمېر په دواړو برخو کې ۲۰ سلنې ته رسېده.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، د رنګه اکسرې، ډیجیټلي اکسرې او سټي اسکن په فعالېدلو سره اوسمهال په یاد روغتون کې هغه معاینات چې پخوا یې زمینه برابره نه وه، ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «د سټي اسکن ماشین یو له هغو ماشینونو څخه دی چې فلم یې ډېر ګران بیه دی، پخوا خراب و، خو وروسته ترمیم شو او اوس د ګټې اخیستنې وړ دی، د اکسرې ماشینونو لپاره د روغتون دننه فلم نه و، خو اوس فلم اخیستل شوی دی.»

ایا خلک د اندراګاندي روغتون له خدمتونو راضي دي؟

د یوې ۶ کلنې ماشومې –چې پر خوراځواکۍ اخته او له اتو ورځو راهیسې په یاد روغتون کې بستره ده- مور شاه بي‌بي وايي: «د لور هډوکي مې کمزوري شوي او تل به اسهال وه، دلته مې راوستله، ډاکټرانو سپارښتنه وکړه چې بستر شي.»

نوموړې د یاد روغتون د خدمتونو له وړاندې کولو خوښي وښوده او وې ویل، ډاکټران تل د ناروغانو بستر ته راځي او د ناروغانو حال پوښتی.

هغه وایي چې په روغتون کې ناروغانو ته ډېری درمل او د خوارځواکۍ مواد په وړیا ډول وېشل کېږي.

نوربي‌بي د لس کلن ماشوم مور چې د سختې ناروغۍ له امله یاد روغتون کې بستر وه، هغه هم په روغتون کې د خدمتونو له وړاندې کولو خوشحاله ده او وایي: «د زوی ماغزه مې میکروبي شوي و، په پکتیا کې یې درملنه ونه شوه، ۲۰ ورځې کېږي چې دلته بستر دی، شکر الحمدالله اوس ښه شوی دی.»

نوموړې هم وویل چې د زوی د اړتیا وړ ډېری درمل له روغتونه ترلاسه کوي او د هغه ټول معاینات هم د روغتون دننه ترسره کېږي.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.