هرات کې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم ته د کروندګرو لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده
هرات کې یو شمېر ځمکوال او کروندګر چې د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه ګټه اخلي وایي، دغه سیسټم نه یوازې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، بلکې د لا ډېرو ځمکو کرلو او د حاصلاتو ډېرېدو زمینه هم برابروي.



