هرات (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): هرات کې یو شمېر ځمکوال او کروندګر چې د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه ګټه اخلي وایي، دغه سیسټم نه یوازې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، بلکې د لا ډېرو ځمکو کرلو او د حاصلاتو ډېرېدو زمینه هم برابروي.

بلخوا، د هرات د کرنې ریاست مسوولین وایي چې دغه سیسټم په یو شمېر ولسوالیو کې مخ په دودېدو دی او له هغه سره د کروندګرو د لا ښې بلدتیا په موخه د روزنیزو پروګرامونو پر جوړولو کار روان دی.

د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ یو بزګر فضلاحمد احمدي چې د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه کار اخلي د پژواک خبري اژانس خبریال ته وویل، که څه هم د دغه سیسټم لومړنی لګښت لوړ دی خو ښه پایله ورکوي.

هغه د کرنې له مسوولینو وغوښتل چې په دې برخه کې کروندګرو ته اړینې روزنې ورکړي او مرستندوی بنسټونه یې مالي ملاتړ وکړي.

د څاڅکي اوبولګولو سیسټم چې پخوا تر ډېره په شنو خونو کې کارول کېده، اوس یې کرنیزو ځمکو ته هم لاره کړې ده. د احمدي په وینا، پایله یې د پام وړ ده: «ځمکه تل لنده پاتې کېږي او بوټي ښه وده کوي.»

یو بل ځمکوال ګلاحمد کریمي هم ورته تجربه لري او وايي: «موږ تل د اوبو د کموالي ستونزه درلوده خو دغه سیسټم مرسته کوي چې په هماغه لږو اوبو ډېر حاصل ترلاسه کړو.»

دی زیاتوي، د څاڅکي اوبولګولو سیسټم د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی کوي او یوه له اړینو ګټو یې دا ده چې ځمکه تل لنده ساتي او دغه کار خپله د کرنې په وده او غوړېدا کې ډېر اغېز لري.

د کرنیز چارو کارپوهان هم ټینګار کوي چې د اوبو د کموالي په حالت کې دغه طریقه د هرات په کرنه کې یو بدلون یا انقلاب راوړستلای شي.

هرات کې د کرنیزو چارو پوه فریداحمد شیخزاده په دغه ولایت کې د اوبو کمښت ته په اشاره وایي، دغه سیسټم د کرنې برخه کې یو عصري سیسټم دی او له لارې کولای شو ان د اوبو د کمښت په صورت کې هم له ځمکې په کال کې دوه ځلې حاصلات راټول کړو.

ورته مهال، د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیراحمد بهادري د اوبولګولو د کم لګښته سیسټمونو د کارونې پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، د اوبو د کمښت ستونزې د مخنیوي لپاره د دې ډول سیسټمونو د پراختیا ډېره اړتیا لیدل کېږي.

ورته مهال، د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هم وایي چې دغه سیسټم د ترکاریو، مېوو او پالېزونو په کرلو کې بریالی ثابت شوی او زیاته یې کړه چې د داسې سیسټم پلي کول د اوبو مدیریت لپاره اغېزناک دی او د ضایع کېدو مخه یې نیسي.

د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر بشیراحمد احمدي د پژواک خبریال ته وویل، د ورښتونو د کمښت له امله د دغه سیسټم دودولو لپاره ګڼ روزنیز پروګرامونه او ورکشاپونه جوړ شوي چې کروندګرو یې هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د لومړنیو مالي ستونزو سربېره د څاڅکي اوبولګولو سیسټم د اوبو د کمښت پر مهال او د کرنې د حاصلاتو زیاتوالي لپاره ډېر مهم بلل کېږي چې د مسوولو بنسټونو ملاتړ او دوامداره روزنیز پروګرامونه په دې برخه کې مهم رول لوبولای شي.

د کرنیزو چارو پوهان وایي چې په څاڅکي سیسټم کې اوبه د پایپونو او څاڅکو له لارې مستقیم د بوټو او ونو ریښو ته رسېږي او په لږو اوبو ډېرې ځمکې خړوبېدای او ښه حاصل ترې اخیستل کېدای شي.