Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، یوه ماشوم د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې اوبو کې ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مسوولین وایي چې سږ کال په اروزګان کې د پاکو اوبو رسولو ۲۴ نوې شبکې جوړوي چې په دې سره به د دغه ولایت ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د میدانوردګو په پنځو ولسوالیو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۶ شبکو د ترمیم او جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او له را ایستلو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې درې خوېندې د کانال اوبو کې ډوبېدو له امله مړې شوې دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې درې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې چې دوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه یې ژغورل شوې ده.
د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې د جاپان د سولې او روغتيا موسسې له خوا د ۲ اعشاريه ۸ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو لګولو د يوې پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو يو کانال جوړ شو.
د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې سروې پيل شوه.
د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړوي.
د ایران د اوبو صنعت ادارې یو ځل بیا ویلي چې دغه هېواد د هلمند له اوبو خپله «حقابه» نه ده ترلاسه کړې او باید مقابل لوری معاهدې ته غاړه کېږدي، خو ا.ا ټينګار کړی چې ټولو مخکنیو تعهداتو ته ژمن دی.
د ننګرهار د کليو پراختیا او بيارغونې رياست له لوري د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د ۸۰ زره ډالرو په لګښت د څښاک اوبو ۳۰ څاګانې ایستل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن