ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په سرپل کې ځيني مدني فعالان او کارپوهان د کروندو خړوبولو لپاره تر ځمکې لاندې اوبو څخه د بېدرېغه استفادې په اړه خبرداری ورکوي وایي، که حکومت په دې برخه کې یو اغېزناک پروګرام عملي نه کړي، راتلونکي نسلونه به په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ شي.
لوګر کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو شپږ شبکې بیارغول کېږي.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په شخصي لګښت د ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني ولایت په مالستان، آب بند او ګېرو ولسوالیو کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
پل علم (پژواک، ۲۹ ورى ۱۴۰۲): د لوګر ولایت په خروار او څرخ ولسواليو کې د ١٦ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو
په بادغیس ولایت کې د اوبو د وېش پر سر د دوو کروندګرو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو یې وژل شوی دی.
تالقان (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): تخار کې یو شمېر خلکو او د چاپېریال ساتنې برخې پوهانو تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه اندېښنه
د زابل په مېزانې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه او په مرکز کلات کې بیا د یوې بلې ورته شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د دغه ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې د ۲۰ میليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو دوه پروژې بشپړې شوې.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال وايي، په دې ولسوالي کې د اوبو کمښت له امله اړ شوي چې د څښاک او اړتیا وړ نورې اوبه له سینده راوړي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر ځيني اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرلهپسې ډول د اوبو کچې پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ په لنډۍ ناوې سیمه کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پيل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن