ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل مدني فعالان: تر ځمکې لاندې اوبو څخه بې‌درېغه استفاده به خلک د څښاک له اوبو محروم کړي

د سرپل مدني فعالان: تر ځمکې لاندې اوبو څخه بې‌درېغه استفاده به خلک د څښاک له اوبو محروم کړي

author avatar
28 May 2023 - 19:31
د سرپل مدني فعالان: تر ځمکې لاندې اوبو څخه بې‌درېغه استفاده به خلک د څښاک له اوبو محروم کړي
author avatar
28 May 2023 - 19:31

سرپل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په سرپل کې ځيني مدني فعالان او کارپوهان د کروندو خړوبولو لپاره تر ځمکې لاندې اوبو څخه د بې‌درېغه استفادې په اړه خبرداری ورکوي وایي، که حکومت په دې برخه کې یو اغېزناک پروګرام عملي نه کړي، راتلونکي نسلونه به په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ شي.

په ورته وخت کې، د یاد ولایت کروندګر هم وایي چې که حکومت د اوبو بندونه ورته جوړ کړي او د سیند اوبه کښتونو ته ورسوي، نو دوی به هم تر ځمکې لاندې اوبو څخه چې ورځ تر بلې ټيټېږي او د استفادې لګښت یې هم ډېر دی، لاس واخلي.

په سرپل کې یوه مدني فعال سید عارف حسیني په دې اړه پژواک ته وویل، تر ځمکې لاندې اوبو څخه بې‌درېغه استفادې له امله به راتلونکي نسلونه د څښاک پاکو اوبو څخه محروم شي.

نوموړي زیاته کړه: «له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې تر ځمکې لاندې اوبو څخه د بې‌درېغه استفادې مخنیوي په موخه دې په دغه ولایت کې بندونه جوړ کړي او بزګرو ته دې د سیند له اوبو څخه د استفادې زمینه برابره کړي.»

هغه زیاته کړه، په سرپل کې په کافي اندازه د سیند اوبه شته دي، که حکومت وکولی شي چې دغه اوبه مدیریت او کنټرول کړي نو تر ځمکې لاندې اوبو څخه د استفادې هيڅ دلیل نه پاتې کېږي.

هغه وویل، تر ځمکې لاندې اوبو کارولو برخه کې د کروندګرو هم ډېر لګښت کېږي او د سیند اوبه یې په ګټه دي.

په سرپل کې یوه بل مدني فعال برات‌علي وویل، په کښتونو کې له ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده د څښاک پاکو اوبو د ځینو څاه‌ګانو د وچېدو لامل شوی دی.

هغه هم له حکومته غواړي چې د ژورو څاه‌ګانو کیندلو مخه دې ونیسي څو خلک په راتلونکي کې د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.

د سرپل مرکز اړوند سیداباد سیمې یوه بزګر نسیم وویل: «موږ د سیند اوبو نشتوالي له امله مجبور یو چې تر ځمکې لاندې اوبو نه چې لګښت یې هم لوړ دی په کښتونو کې استفاده وکړو؛ که حکومت په سرپل کې د اوبو بندونه جوړ کړي او د سیند اوبه موږ ته برابرې کړي، موږ به په ډېرې خوښۍ سره د سیند له اوبو استفاده وکړو.»

هغه زیاته کړه، اوس کروندګر له دې امله چې د سیند اوبو ته لاسرسی نه لري، نو د خپلو کښتونو خړوبولو لپاره له ځمکې لاندې اوبه څخه استفاده کوي.

د سرپل مرکز سیداباد سیمې یوه بل بزګر بورا وویل: «موږ کروندګر یو، مجبور یو چې بزګري وکړو، د ځمکې لاندې اوبه څخه چې د سولر او برېښنا په وسیله استفاده کوو، موږ ته یې لګښت لوړ تمامېږي، له حکومته غواړو چې کښتونو ته د اوبو رسونې په خاطر یو پروګرام تر لاس لاندې ونیسي او بزګرو ته دې اوبه ورسوي، څو د ځمکې لاندې اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.»

بلخوا د سرپل د سیندیزې فرعي حوزې رییس قاري روح‌الله وایي، په کروندو کې تر ځمکې لاندې اوبو څخه د استفادې په برخه کې د مدني فعالانو او خلکو اندېښنه پر ځای  ده.

خو هغه زیاتوي چې د اوبو او انرژۍ وزارت پر یوې طرحې کار کوي چې  له نافذېدو سره به یې تر ځمکې لاندې اوبو د استفادې مخه ونیول شي.

Visits: 120

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.