ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د څښاک اوبو یوې شبکې چارې بشپړې او د بلې پیل شوې

زابل کې د څښاک اوبو یوې شبکې چارې بشپړې او د بلې پیل شوې

author avatar
28 Feb 2023 - 17:44
زابل کې د څښاک اوبو یوې شبکې چارې بشپړې او د بلې پیل شوې
author avatar
28 Feb 2023 - 17:44

کلات (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د زابل په مېزانې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه او په مرکز کلات کې بیا د یوې بلې ورته شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

د زابل د اقتصاد رییس مولوي عزت‌الله پامیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مېزانه ولسوالۍ کې د څښاک اوبو شبکه له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمېټې/ DACAAR له لوري د ۳ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړه شوې چې نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

هغه زیاته کړه، د اوبو په دغه شبکه کې پر لمریزې برېښنا سمبال د ۱۴۰ متره په ژوروالي یو څاه، ۸ تشنابونه او د نارینه او ښځو لپاره د لاس مینځلو درې بېل ځایونه شامل دي.

نوموړی وايي، د دغې شبکې په جوړېدو سره د مېزانې ولسوالۍ ۳۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې چې مخکې د پاکو اوبو نشتوالي له امله له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ وو.

د مېزانې ولسوالۍ د شیکان کلي یوه اوسېدونکي محمد د اوبو د دغې شبکې پر جوړېدو خوښي وښودله او ویې ویل، مخکې د دې سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله ناروغان کېدل خو اوس دا ستونزه حل شوه.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت او مرستندویه ادارې دې په دغه ولایت کې د څښاک اوبو شبکو د جوړولو ترڅنګ د اوبو بندونه او چیک‌ډیمونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي او کرنه وده وکړي.

بلخوا، د زابل په مرکز کلات ښار کې بیا په یوه ښوونځي کې د ۵۰۰ زده‌کوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو د یوې شبکې جوړولو کار پیل شو.

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شبکه د کلات ښار اړوند په چهل دختران ښوونځي کې د افغان پرمختیايي ټولنې/ ADA له لوري د ۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې د اوبو یوه ژوره څاه، د ۲۰ زره لېټره په وړتیا د اوبو زېرمه، د اوبو رسولو سیسټم او د ۶ تشنابونو جوړول شامل دي چې تر راتلونکو څلورو میاشتو به بشپړه شي.

دی وايي، مخکې د دغه ښوونځي زده‌کوونکي د څښاک پاکو اوبو او تشنابونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو چې اوس به حل شي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.