ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې زرو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړېږي

لوګر کې زرو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړېږي

author avatar
18 Apr 2023 - 13:42
لوګر کې زرو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړېږي
author avatar
18 Apr 2023 - 13:42

پل علم (پژواک، ۲۹ ورى ۱۴۰۲): د لوګر ولایت په خروار او څرخ ولسواليو کې د ١٦ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړېږي.

د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دا شبکې د خروار ولسوالۍ په «عمرخېل» او د څرخ ولسوالۍ په «ابجوش» سیمو کې د شاوخوا ۱۶ میلیون افغانیو په مالي لګښت د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

نائب‌خېل زیاته کړه، د یادو شبکو لګښت له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق/UNICEF  ادارې له خوا ورکول کېږي چې په بشپړېدو سره به یې زر کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.

هغه زياتوي: «په دغو شبکو کې د دوه ژورو څاه‌ګانو کېندل، د اوبو ذخیرې، د اوبو نلونه، د اوبو نلکې او د سولري برېښنا برابرول شامل دي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.