اکسیوس: امریکا د ایران د پلاوي دوه غړي له هېواده ایستلي
اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ایران د تللي پلاوي دوه غړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وتلو د امر له نه عملي کولو وروسته، له دغه هېواده ایستل شوي دي.


