Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): له ایرانه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي چې د کډوالۍ ترخو خاطرو، تش لاس جبري راستنېدو او بېپلانه
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۱،۸ میلیونه افغان کډوال یوازې له ایرانه راایستل شوي دي.
مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلېفونې خبرو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړې چې دغه بهیر دې تدریجي او په عزت سره ترسره شي.
د تهران د ودانیزو چارو د کارګرانو ټولنې مشر ویلي چې له ایرانه د افغانانو له ایستل کېدو سره د دغه هېواد ساختماني صنعت د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوی او ځینې پروژې ځنډېدلې؛ په داسې حال کې چې د ایراني کارګرانو ګومارل به وخت او ډېر لګښت ته اړتیا ولري.
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر پیلېدو وروسته، د هرات سلګونه اوسېدونکي «د همدردۍ او همکارۍ کاروان» په نوم د کمپاین په پیلولو سره د هرات اسلامکلا بندر ته ولاړل څو په یوه بېساري اقدام کې راستانه شوي کډوال په داوطلبانه او وړیا ډول تر هرات ښاره ولېږدوي.
رییسالوزرا ویلی، له ایرانه د افغان کډوالو د راایستلو پرمهال دې د هغوی د حقونو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه دې ورکړل شي څو خپل منقول توکي له ځان سره هېواد ته ولېږدوي او خپلې غیرمنقولې شمتنۍ او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي.
له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له پراخېدو سره زرګونه کډوال د بېوزلۍ له کړاوه ستړي سرګردانه هېواد ته راستنېږي؛ هغه راستنېدنه چې ترخې، دردناکې او ډېرې ناویل شوې کیسې له ځان سره لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په جون میاشت کې له ایرانه څه باندې ۱۶۰ زره افغان کډوال د هرات د اسلامکلا بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو استازو د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت له سرپرست سره له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو په اړه ناسته کې ویلي چې د روان مېلادي کال تېرو شاوخوا اوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د اسلامکلا بندر له لارې له ایرانه څه باندې ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېره ورځ څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې شاوخوا ۱۴ زره او ۹۶۶ افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP