هرات (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۴): هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د اسلامکلا بندر له لارې له ایرانه څه باندې ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات مقام مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پرون (پنجشنبه) څه باندې ۳۰۰۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه دغه ولایت ته راغلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، اوسمهال د اسلامي امارت د کډوالو کمیټه په دوامداره توګه د کډوالو په خدمت کې ده او د هغوی د خوراک، څښاک او نورو اړینو لوازمو په اړه یې اړین تدابیر نیولي دي.
هغه زیاته کړه، راستنو شوو کډوالو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی او د لومړنیو خدمتونو له وړاندې کېدو وروسته به خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شوي او اسلامي امارت ژمن دی چې په خپل ټول توان سره راستنو شوو کډوالو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي.
ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د کډوالو وضعیت ته د رسیدنې کمېسیون د عامه پوهاوي او اطلاعاتو کمیټې مسوول مولوي احمدالله متقي پرون ویلي وو چې یوازې په یوه ورځ (چهارشنبه) کې د ایران له پولې څخه څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال دغه ولایت ته راستانه شوي دي.
د هغه په خبره، لسګونه نور له کډوالو ډک موټرونه افغانستان ته پر لار دي.
مولوي متقي زیاتوي، د کډوالو دغو پراخه راستنېدو ته په کتو د کډوالو وضعیت ته د رسیدنې کمېسیون په اسلامکلا بندر کې د افغان کډوالو د ښه راغلاست او هغوی ته د خدماتو رسولو لپاره ټول اړین امکانات برابر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د هرات د اسلامکلا بندر مسوولینو ویلي وو چې هره ورځ څه باندې لس زره افغان کډوال له ایرانه هېوا ته راستنېږي چې له دې ډلې څخه ۷۰ سلنه په داوطلبانه او ۳۰ سلنه یې په اجباري توګه له ایرانه راایستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP