د راپورونو له مخې، د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون وایي چې پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو له پیله راهیسې په دغه هېواد کې له یو زرو او ۹۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران اعلان کړی چې جاپاني بېړۍ کولی شي د هرمز له تنګي تېرې شي او دا تنګی په بشپړه توګه نه دی تړل شوی، بلکې یوازې د هغو هېوادونو لپاره تړل شوی چې پر ایران یې بریدونه کړي دي.