ځینو انټرنټي سایټونو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ادعا کړې چې «ایورمکټین» درمل کولای شي د کرونا ویروس په ۴۸ ساعتونو کې له منځه یوسي؛ خو د طب برخې پوهانو د دغې موضوع د ردولو ترڅنګ خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغو درملو هیڅکله استفاده ونه کړي.