ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طب پوهان: «ایورمکټین» پر کرونا مثبت اغېز نه لري

طب پوهان: «ایورمکټین» پر کرونا مثبت اغېز نه لري

author avatar
10 Aug 2022 - 16:56
طب پوهان: «ایورمکټین» پر کرونا مثبت اغېز نه لري
author avatar
10 Aug 2022 - 16:56

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): ځینو انټرنټي سایټونو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ادعا کړې چې «ایورمکټین» درمل کولای شي د کرونا ویروس په ۴۸ ساعتونو کې له منځه یوسي؛ خو د طب برخې پوهانو د دغې موضوع د ردولو ترڅنګ خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغو درملو هیڅکله استفاده ونه کړي.

د ټولنیزو شبکو یوې کارونکې فاطمې په خپل ټویټر کې لیکلي: «د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ په مخنیوي او درملنه کې د «ایورمکټین» درملو کارولو لارښوونې.»

په ورته مهال د ټوېټر بل کارونکي امیر علي‌نژاد په یوه ټویټ کې لیکلي: «د افریقا ابي رنګه هېوادونو د «ایورمکټین» درمل کارولي چې د کرونا له امله د مړینې کچه پکې صفر ته نږدې شوې ده …»

ځینو خبري او انټرنټي سایټونو هم د «ایورمکټین» درمل د اغېز په اړه مطالب ‎خپاره کړي دي.

د «تسنیم خبري اژانس» د «کوم درمل د کرونا په درملنه کې اغېزناک دي؟» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او لیکلي: «څېړونکو د لابراتوار په چاپېریال کې د دغو درملو له څېړلو سره موندلي چې «ایورمکټین» کولای شي د حاد تنفسي سنډروم کرونا ویرس۲ (د سارس کرونا ویروس) کرل شوي سلولونه په ۴۸ ساعتونو کې له منځه یوسي.»

د «فارسي اېنډپېنډېټ» خبري سایټ د «برېتانیا د کوویډ – ۱۹ درملنې لپاره «آیورمکتین» درمل مطالعه کوي» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، څېړونکو ویلي چې دوی به د کووېډ – ۱۹ احتمالي درملنې لپاره «ایورمکټین» – چې د میکروب ضد درمل دی او په پراخه کچه کارول کېږي – مطالعه کوي.

دا درمل چې په ټوله نړۍ کې د میکروبونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي، د اکسفورډ پوهنتون  لابراتواري مطالعاتو په برخه کې به وڅېړل شي.

خو د طب پوهان دغه موضوع ردوي.

د کابل ښار په انتاني روغتون کې متخصص ټرېنر ډاکتر فريدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وویل: «داسې فرضیې موجودې وې چې «ایورمکټين» د کرونا پر وړاندې مثبت اغېز لري، خو زه يې ردوم؛ ځکه چې دا درمل مثبت اغېز نه لري او هیڅ مرسته نه کوي.»

نوموړی هغه خپاره شوي مطالب چې ګواکې دا درمل د کرونا لپاره اغېزناک دي، اوازه بولي او له خلکو غواړي: «پر داسې اوازو باور مه کوئ، که خدای مه کړه پر کرونا ناروغۍ اخته کېږئ، د «ایورمیکټین» درمل مه کاروئ.»

دغه‌راز په افغان – جاپان روغتون کې د کیفیت د کنټرول مسوول او د کووېډ-۱۹ ټرېنر ډاکتر حشمتالله فیضي وویل: «د کرونا ویروس د خپرېدو په پیل کې ناروغانو ته د [ایورمکټین] کارولو سپارښتنه کېده خو ښه نتیجه یې ورنه کړه.»

د هغه په ​​وينا، تر دې دمه داسې درمل نشته چې د کرونا ناروغۍ لپاره سل په سلو کې اغېزناک وي.

هغه په ​​یوه پیغام کې داسې سپارښتنه وکړه: «له درملو د هر ډول خپلسرې استفادې ډډه وکړئ او د ډاکتر له مشورې پرته هېڅ ډول درمل مه کاروئ. ځکه چې کېدای شي جانبي عوارض ولري.»

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دا موضوع رد کړه او ویې ویل: «د کوویډ-۱۹ په لومړۍ او دویمه څپه کې د کرونا ناروغانو ته د «ایورمکټین» ګولیو کارولو سپارښتنه کېده، خو وروسته څېړنې وشوې چې ایورمکټین ټابلېټونه د کووېډ – ۱۹ ناروغانو درملنې لپاره اغېزناک نه وو، اوسمهال د کرونا درملنې لپاره له دې درملو استفاده نه کېږي.»

هغه په ​​یوه پیغام کې داسې سپارښتنه وکړه: «زموږ سپارښتنه دا ده چې خلک د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي او که د کرونا نښې ولري، باید ځانونه قرنطین کړي او یا په سختو حالاتو کې نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د «فارسي انډیپنډنټ» وېب سایټ د «جاپان پر اومیکرون د «انګل ضد» درمل اغېز اعلان کړ» تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

په دغه مطلب کې راغلي، د امریکا د خوړو او درملو ادارې د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د درملنې یا مخنیوي اقداماتو لپاره د دغو درملو د کارولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

Views: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.