په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر رییس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي سره کتنه کې ویلي چې د بشري حقونو راپورونه باید افغانستان کې شته واقعیتونه منعکس کړي.