په تخار ولایت کې د بوټانو یو شمېر تولیدوونکي د خپل کاروبار له غوړېدو خوښ دي خو وايي، که حکومت یې ملاتړ وکړي او خلک وطني تولیدات وکاروي، نو کولای شي چې لسګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.