Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي، د وروستیو سېلابونو امله ویجاړې شوې ټولګټې پروژې دې بیاورغول شي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان د بیارغونې، په بهر کې د افغانستان د شتمنیو ازادولو او پر دغه هېواد د یو اړخیز بندیزونو د لغوه کولو خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي.
د اوکراین جګړې د دوو کلونو په پوره کېدو ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تر اوسه په دغه هېواد کې دوه میلیون کورونه ویجاړ شوي چې بیارغونې لپار یې ۴۸۶ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د غزني او پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغو ولایتونو ترمنځ غځېدلی سړک ډېر خراب شوی او له حکومته یې د بیارغونې غوښتنه کوي.
د پنجشېر ولایت د پوهنې ریاست د پنځه میلیون او اته سوه زره افغانیو په لګښت د ۳۷ ښوونځیو او درېیو مدرسو له بیارغولو خبر ورکوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګ لویې لارې د تونلونو او ګالریو له بیارغونې وروسته د دې لارې د پرانیستې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د سالنګ د دویم تونل جوړولو چارې هم پیل کړي.
جلالاباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار د ټولګټو چارو رياست وايي چې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د جلالاباد – تورخم لویې لارې
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د مزارشریف ـ شبرغان لویې لارې د بیارغونې او داغګیرۍ چارې پیل شوې.
د لوګر د کلیو پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ د شاوخوا اتو میلیونو افغانیو به لګښت د څښاک پاکو رسولو د شپږو شبکو د بيارغونې چارې پيل شوې.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي دې په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د بیارغونې په موخه پيل شوې پروژې، بشپړې کړي.
د کابل یو شمېر ښاریان د یک پیسهګي پل بیارغولو کار له پیلیدو هرکلی کړی خو د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د یاد پل په اصلي بڼه کې ډېر بدلون را نهولي.
د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر اوسېدونکي او زدهکوونکي وايي، درې کاله مخکې یې د سیمې ښوونځی د نامعلومو وسلهوالو له لوري وسوځول شو چې زدهکوونکي یې تر اوسه په ازاده فضا کې درس وايي او حکومت باید د دغه ښوونځې بېرته رغولو ته جدي پاملرنه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن