غزنيښار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴ ): د غزني د قرهباغ یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې د «نای» په نوم تاریخي کلا دې بیاورغول شي څو د سیلانیانو پام ور واوړي او د عاید په یو سرچینه بدله شي.
«نای کلا» د غزني د مرکز لوېديځ ته د قرهباغ ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې موقعیت لري؛ د غزنويانو د دورې له خورا مشهورو تاریخي ابدو ګڼل کېږي او لا یې ځیني نښې پر ځای پاتې دي.
د روایتونو له مخې، دغه کلا هماغه مهال تر ډېره د زندان په توګه استفاده کېده او مهم کسان به پهکې بندیان وو.غه
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي او ادیب شفیق یاري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نای کلا د غزنوي دورې له خورا مشهور تاریخي ابدو او د غزنوي دورې له تر ټولو لویو زندانونو شمېرل کېږي.
هغه زیاته کړه: «د غره په سر کې زندان چې د غزنويانو په دوره کې تر ټولو ستر زندان و، په خپل وخت کې داسې لوړ او قوي جوړ شوی و چې ننوتل ورته ناممکن و او نيمه ويجاړ دېوالونه يې چې تر اوسه ولاړ دي، د دې تاريخي ودانۍ د قوي جوړښت څرګندونه کوي.»
هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې دغه کلا دې ورغول شي او پام دې ورته وشي.
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی غلامحسین هم وایي، که دغه کلا ورغول شي نو بهرني سیلانیان به ورته رامات شي او د عاید ښه زمینه به هم برابره شي.
دوی له حکومته غواړي چې دا تاریخي ابده دې ترمیم او خوندي کړي.
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکي هم حاجيمحمد هم وایي چې دغه کلا ډېره تاریخي مخینه لري او باید حکومت پاملرنه ورته وکړي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک ته وویل، هڅه کوي څو د غزني هغه مهم او تاریخي ځایونه چې تر دې دمه د تاریخي ابدو په توګه نه دي ثبت شوي، ثبت کړي چې نای کلا هم پهکې شامله ده.
هغه زیاته کړه، په دې اړوند یې موضوع په مکتوبي او شفاهي بڼه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره شریکه کړې، څو ورته په راتلونکي کې پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې غزني په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د یونسکو سازمان له لوري د اسلامي نړۍ د تمدن پلازمېنه اعلان شوې وه او هغه مهال ځینې تاریخي ابدې ترمیم شول، خو له وخت سره ځیني یې بېرته وران شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP