د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې يې ۱۵۰۰ بېوزلو او بېسرپرستو ښځو ته د کورنيو باغچو جوړولو چارې پيل کړې دي.
په سمنګان ولایت کې د کورنیو باغچو جوړولو په موخه، د کرنې نړیوال سازمان په مالي مرسته ۷۵۰ بېوزلو ښځو ته د سبزیو ۶ ډوله تخمونه او ۴ قلمه کرنیز وسایل ووېشل شول.