Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اته نور ټپیان شوي دي.
د نورستان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د فراه امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې نن د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کونړ چپېدرې ولسوالۍ مسوولین وایي، نن د دې ولسوالۍ اړوند کنډۍ په پانډونو سیمه کې د ډاډسن موټر چپه کېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند د کابل – ننګرهار پر لويه ترافيکي پېښه کې يو کس مړ او ١١ نور ټپيان شوي دي.
جلالاباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
په ننګرهار او باميان ولايتونو کې د ترافيکو پېښو له امله يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت مرکز پلخمري اړوند په خواجه الوان سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP