Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د جغل اچولو پروژې تړون له یوه داخلي خصوصي شرکت سره د ۱۴۳ میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له اریانا او کاماير هوایي شرکتونو سره د ۳۰ زره حاجیانو د لېږد رالېږد تړون لاسلیک شو.
راپورونه وايي چې په غزه کې د اوربند ټينګولو او د يرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره هوکړه نږدې شوې او د امریکا ولسمشر بیا وايي، د اوربند تړون د پلي کېدو په درشل کې دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې د دغه وزارت یوه پلاوي د سعودي عربستان په مکه معظمه ښار کې له یوه شرکت سره د حج بهیر کې د خدماتو وړاندې کولو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ترکمنستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ترکي شرکت سره د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمې د سمنټو پروژې تړون د ۱۶۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت، افغان ملي بانک او د کجکي برېښنا انرژۍ د تولید شرکت ترمنځ د ۱۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د کجکي برېښنا بند پروژې د مالي ملاتړ تړون لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ازبکستاني شرکت سره د جوزجان ولایت د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ او یاد شرکت به په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه او په لسو کلونو کې یو میلیارد امریکایي ډالر پانګونه وکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت اړوند د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې «اترا» د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په لګښت له کورنيو شرکتونو سره د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.
د راپورونو له مخې، هند له چابهار بندره د استفادې او پراختیا برخو کې له ایران سره لس کلن تړول لاسلیک کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP