Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور په همکارۍ د نهه ميليونه افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ شو.
د ننګرهار ولايتي اداره وايي، د مرکز جلالاباد ښار د امنيت ټينګښت او پېښو مخنيوي لپاره په ښار کې امنيتي کمرې لګوي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت يو فرعي سړک جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
جلالاباد (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک او ويالو جوړولو چارې
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د تعميراتي موادو يوه مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته ته شوې ده.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام په مالي لګښت د یوه تفریحي پارک جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د اوړو بيه د پام وړ ټیټه شوې خو نانواييګانو د ډوډۍ په وزن کې هیڅ زياتوالى نه دى راوستلی.
د ننګرهار ولايت د ترافيکو او ترانسپورټ ادارو مسوولين وايي، په مرکز جلالاباد کې د خپلسرو اډو شتوالي په ښار کې بېنظمي ډېره کړې او پلان لري چې ټاکلو ځایونو ته یې ولېږدوي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالۍ له لوري د ښار په ټولو هغو ځايونو کې د غصب شوو ځمکو راګرځولو کمپاين پيل شو چې خلکو پرې کورونه جوړ کړي او قانوني اسناد یې نه لري.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالي او د دغه ولايت د صنعت او کانونو خونه په ګډه پر يوه پلان کار کوي چې له مخې يې، د ښار دننه ټولې فابریکې به صنعتي ښارګوټي ته لېږدول کېږي.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د نږدې ۱۲ ميليون افغانيو په لګښت، د يوه فرعي سړک او دواړو خواوو ته يې د ويالو کانکرېټ کولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت، د ۳۰ فرعي کوڅو د پخولو کارونه پيل شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن