د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیل برید غندلی او ویلي یې دي چې «اسرائیل د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ، په منځني ختیځ کې د سولې پر وړاندې پر یوه سرطاني موجود» او د «نړۍوال امنیت د تخریب» پر عامل بدل شوی دی.
د راپورونو له مخې، ایران او اسرائیلو تېره شپه یو ځل بیا پر یوه او بل بریدونه کړي، قطر او برېتانیا د تاوتریخوالي کمېدو پر اړتیا ټينګار کړی او د جګړې یو شمېر مخالفو فعالانو د امریکا د سپینې ماڼۍ مخې ته او لاسانجلس ښار کې احتجاجونه کړي دي.