کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیل برید غندلی او ویلي یې دي چې «اسرائیل د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ، په منځني ختیځ کې د سولې پر وړاندې پر یوه سرطاني موجود» او د «نړۍوال امنیت د تخریب» پر عامل بدل شوی دی.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د اسرائیل برید یو تېریکوونکی اقدام، د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سرغړونه او د بشریت پر وړاندې نه بښونکی جنایت دی چې په منځني ختیځ کې یې د یوې نوې عیارې جګړې د پراخېدو خطر ډېر کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «اسرائیل د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ په منځني ختیځ کې د سولې لپاره پر یوه سرطاني موجود او د نړۍوال امنیت او سولې د تخریب پر لامل بدل شوی دی.»
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پیونګیانګ دغهراز د اسرائیل د اقداماتو پر وړاندې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو پر «چوپتیا او ملتیا» نیوکه کړې او ټینګار یې کړی: «په داسې حال کې چې ایران د خپل حاکمیت له حق او مشروع دفاع څخه استفاده کوي، یاد هېوادونه د اسرائیل د محکومولو پر ځای د جګړې پراخېدو برخه کې عمل کوي.»
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې اسرائیل سیمې ته نوې جګړه راوړې او د هغه «د پردې تر شا ملاتړکوونکي به په بشپړه توګه د سولې او نړۍوال امنیت د له منځه تلو مسوولین» وپېژندل شي.
اسرائیلو د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو تاسیساتو او سیمو هوايي بریدونه وکړل، وروسته بیا ایران هم پر اسرائیلو د ځوابي بریدونو لړۍ پیل کړه، تر اوسه دواړه لوري پر یو بل بریدونه کوي؛ په بریدونو کې دواړو لورو ته مالي زیانونه او ځاني تلفات اوښتي خو کره شمېر یې معلومه نه ده.
د یادې جګړې نن اوومه ورځ ده او د دواړو خواوو بریدونه اوس هم دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP