کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): د ریاستالوزرا اداري مرستیال په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، په تورخم او سپینبولدک
د ریاستالوزراء اداري مرستیال وایي، ملګرو ملتونو د تور لیست حذفولو، د «اسلامي امارت» په رسمیت پېژندلو او په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د ورسپارلو په برخو کې لازمه همکاري نه ده کړې.
د رياستالوزراء اداري مرستيال د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/ IRC له مرستیالې سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې پر نشهيي توکو روږدو په ټولولو او درملنه کې له «اسلامي امارت» سره مرسته وکړي.
د ریاست الوزراء مرستیال وایي، په ټول توان سره په هېواد کې د اساسي پروژو د پلې کولو لپاره هلې ځلې روانې دي او له ګاونډيو هېوادونو یې وغوښتل چې د دې پروژو ملاتړ وکړي.
د ریاستالوزرا مرستیال د «بلخاب» له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، حکومت نه غواړي ملکي خلکو ته زیان واوړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ملت منځ کې «فتنې» راپورته کړي.
د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې د حکومت پالیسي روښانه ده؛ هيڅوک د صحرایي محکمې اجازه نه لري او نه به هیچا ته د سرغړونې اجازه ورکړل شي.
د ریاست الوزراء مرستیال وايي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې د بشري مرستو په وېش کې له حکومتي موجوده ظرفیته ګټه واخلي څو شفافیت تأمین او د خنډونو مخنیوی وشي.
کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، له نن څخه په ټول هېواد کې د هر ډول بهرنیو اسعارو پر
. . .