د عدلیې وزارت ویلي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي اړوند سندونو او مدارکو د څېړنې پایله کې د دغه ښارګوټي ۲۷۶۱ جریب ځمکه امارتي او لس جریب نوره شخصي تثبیت شوه.