د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره په ټلیفوني خبرو کې خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغو سرښندنو په پایله کې به د افغانستان په څېر فلسطین هم ازاد شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» د یوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل، چې د غونډې ټولو ګډوالو په اتفاق سره په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې دا مهال په هېواد کې په ۳۰ ژبو خبرې کېږي، چې د غني کولو، علمي او ادبي پراختیا لپاره يې هڅې روانې دي.
ملي دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي چارواکو له ترکمنستاني پلاوي سره د سرحدي مسايلو په برخه کې د همکارۍ او لا همغږۍ په موخه خبرې کړې دي.
. . .
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، «طالبان یو حقیقت دی او خبرې ورسره اړینې دي»، خو روسیه به یې تر هغه په رسمیت ونه پېژني چې په نړۍواله کچه پېژندل شوي مکلفیتونه یې نه وي پوره کړي.
په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه په واشنګټن کې له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې، د کابل لپاره د امریکا ځانګړی استازی د نورو خبرو لپاره اسلاماباد ته رسېدلی دی.
ولسمشر غني د جګړې د لومړۍ کرښې له یوشمېر افسرانو او سرتېرو سره په ټیلېفوني خبرو کې د هغوی د سرښندنو ستاینه وکړه.