د عدلیې سرپرست وزیر د یو شمېر خصوصي روغتونونو له مسئولينو سره په لیدنه کې ویلي، ځینې روغتونونه یوازې د سوداګرۍ په موخه جوړ شوي، له ناروغانو څخه زیاتې پیسې اخلي او غوښتنه یې کړې چې خصوصي روغتونونه دې تر خپلې وسې له ناروغانو سره مرسته وکړي.