Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست امنيه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي چې په تړاو یې شپږ کسان هم نیول شوي دي.
په خوست کې د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د پنځو کورنیو روغتيايي ځالو لپاره د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې.
په خوست کې د ګونګيانو ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي او ښوونکي له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زدهکړو بهير کې د شته ستونزو په هواري کې مرسته ورسره وکړي.
خوست کې د جلغوزو يو شمېر سوداګر وايي چې دغه ولایت کې لا هم د جلغوزيو کاروبار پر پاکستانۍ کلدارو کېږي چې باید مخه یې ونیول شي.
خوست کې د ښوونځيو يو شمېر زدهکوونکي او ښوونکي وايي، لا هم په دغه ولايت کې د ښوونځيو د سرپناه ستونزه پر ځای ده او زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
ستره محکمه وایي چې په کابل او خوست ولایتونو کې ۱۴ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.
خوست کې د ګنجينه په نوم د کورنيو محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو.
د خوست ځايي مسوولين وايي، د لومړي ځل لپاره په تېر نږدې يوه کال کې پرته له کومې وقفې د دغه ولایت له نړۍوال ملکي هوايي ډګره متحده عربي اماراتو ته الوتنې شوې او لا هم دوام لري.
خوست کې د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېده.
د خوست د جلغوزیو اتحاديې مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۳۵۰۰ ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.
د خوست حکومتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اطرافي سیمو کې د هر متر مربع ځمکې بیه لږ تر لږه ۱۵ زره افغانۍ ده او دغه قیمت د ګڼ شمېر نورو ولایتونو د ځمکو په پرتله لوړوالی ښیي.
د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان او درې نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP