Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه یې په څوکۍ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې په سیمه او نړۍ کې ځینو کړیو په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی او په وینا یې، هيڅوک باید د دې ډلې قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.
بلخ کې د ایران سرکونسل وایي، اسرائیل د داعش ډلې لپاره اسانتیاوې برابروي او مالي ملاتړ یې کوي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو جوړولو پر مهال چاودنې د «داعش» ډلې دوو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد کې داعش ډله ځپل شوې او سرحدونه تر کنټرول لاندې راغلي دي.
اسوشیتد پرس خبري اژانس وایي، د داعش ډلې د کابل ښار اتلسمې ناحیې اړوند دشتبرچي سیمه کې د وړمې ورځې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی.
کابل (پژواک، ٢٢ وږی ١٤٠٢): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي چې په افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي دي.
ځینې سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو بدخشان ولایت کې د داعش ډلې پر ضد څلور ورځني عملیات کړي او په ترڅ کې يې د دې ډلې ۱۲ کسان نیولي دي.
. . .
د م.م امنیت شورا ویلي چې داعش په افغانستان او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې پر یو ګواښ بدل شوی خو د افغانستان ا.ا ویاند بیا وایي، افغانستان کې د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.
اټلانټا (پژواک، ۱۲ زمری ۱۰۴۲): داعش ډلې د خپل پخواني مشر ابو الحسین الحسیني القریشي وژل کېدو خبر ورکړی او د نوي مشر اعلان یې کړی
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP