Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د دایکنډي امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې ۲۰۰ روږدي له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ور وګرځېدل.
د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې یو شمېر هغه مېرمنې چې ټولې هیلې یې په لاسي صنایعو پورې تړلې وايي، نورو برخو کې د کار نشتوالي له امله یې خیاطي او ګلدوزي ته مخه کړې او له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي.
دایکنډي کې ځیني کروندګر وايي چې تازه یې په دغه ولایت کې د پستې نیالګیو اېښودل دود شوي او د پستې ونې د دغه ولایت د ډېرو ولسوالیو له اقلیم سره ښه سازګاري لري.
دایکنډي کې ورزشي مسوولین وايي چې «د دایکنډي د والیبال کلپونو جام» په نوم سیالۍ پرون د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې پیل شوې.
په دایکنډي کې یو شمېر کروندګر پر کرنه د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېز ته اندېښمن دي، بلخوا، دغه ولایت کې مسوولین هم وايي چې د وچکالۍ له امله د کرنې له درکه د خلکو په عوایدو کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه پورې کموالی راغلی دی.
د دایکنډي د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي او اشترلي ولسوالۍ د دوو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.
دایکنډي کې مسوولین وایي چې سږ کال د دغه ولایت بڼوالو څه باندې ۲۵ زره مټریک ټنه بادام بازار ته وړاندې کړي چې د تېر کال په نسبت شاوخوا ۱۸ سلنه ډېروالی ښیي.
دایکنډي کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۳ ټیمونو په ګډون د «کلي جام» په نوم د فوټسال ټورنمنټ پیل شو.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نږدې نهه میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو د ودانیو بیارغولو چارې پيل شوې.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په پای اسکان سیمه کې د هلمند پر سیند په خپل شخصي لګښت معیاري پل جوړوي.
اسلامي امارت دایکنډي ولایت کې د تېرې ورځې پېښه غندلې او ویلي یې دي چې د دې بېرحمانه کړنې عاملین پيدا کوي او د عدالت منګولو ته یې سپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP