Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې اوسمهال په ټول هېواد کې د درمل جوړولو ۱۳۰ فابریکې فعالیت لري
په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، روغتیايي مرکزونو ته د درملو او نورو اړینو وسایلو پر وخت رسېدو په موخه به ګډه کمېټه جوړه شي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ازبېکستان له سفیر سره د روغتیا برخه کې د همکاریو پراخولو او له دغه هېواده افغانستان ته د درملو او پرمختللو طبي تجهیزاتو واردولو په اړه خبرې کړې دي.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د درملو له ټيټ کیفیت او په خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو له ضعیفوالي شکایت لري او له مسوولینو غواړي څو دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونیسف) ورسره د درېیو میاشتو لپاره د اته کانټينره درملو مرسته وکړه.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په ځینو درملتونونو کې د بېکیفیته درملو له موجودیته شکایت او د هغو د مخنیوي غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دې اړه یې ځیني اقدامات کړي دي.
د بلخ ولایت مقام وایي چې یو ایراني شرکت غواړي په دغه ولایت کې له افغان سوداګرو سره په ګډه د درملو تولید یوه فابریکه جوړه کړي.
د هلمند د مارجې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت سربېره په سمه توګه روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي او دوی اړ دي چې خپل ناروغان لښکرګاه ښار ته بوځي.
لوګر کې یو شمېر خلک ادعا کوي چې شخصي درملتونونه بېکیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هالنډ هېواد ته له سفر وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له شلو ډېر هېوادونو افغانستان کې د درملو تولید او طبي محصولاتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
بلخ کې د شمال زون په کچه د ۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د درملو او طبي تجهیزاتو د زېرمه کولو مرکز پرانیستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP