Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روغتیايي مرکزونو ته د درملو پر وخت رسېدو لپاره کمېته جوړیږي

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، روغتیايي مرکزونو ته د درملو او نورو اړینو وسایلو پر وخت رسېدو په موخه به ګډه کمېټه جوړه شي.

د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) له مشر ډاکټر تاج‌الدین اوېلا او مل پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د تطبیقوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو پر څرنګوالي، د درملو پر کیفیت او روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو پر لېږد، د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه پر ګډ نظارت، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو او د روغتیايي مرکزونو پر بیارغونې خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي چې جلالي په شفاف ډول د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په رسېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هغو روغتیايي مرکزونو ته چې پر ټاکلي وخت ورته درمل نه لېږدول کېږي، په اړه یې باید جدي اقدامات ترسره شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست دغه راز د تطبیقوونکو مؤسسو په انتخاب کې د شفافیت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ټولې تطبیق‌کوونکې مؤسسې باید د شفافیت او غوره فعالیتونو پر اساس وټاکل شي او هغه مؤسسې چې خدمت یې مؤثر نه وي، باید په روغتیايي سکټور کې شتون ونه لري.

د یونیسف ادارې مشر ویلي: «هڅه کوو چې د تطبیق‌کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د روغتیا له وزارت سره په ګډ نظارت کار ترسره او له دغه وزارت سره په همغږۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي ته کار وکړو.»

هغه ویلي، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړه شي، څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د درملو اړتیا معلومه او له مخې یې پر ټاکلي وخت روغتیايي مراکزو ته درمل او نور اړین وسایل ولېږدول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.