د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، لاسيپلورونکو ته د غرفو له وېش وروسته په ښار کې نسبي نظم او پاکوالی رامنځته شوی؛ خو د ښاروالۍ یوه مسوول وویل چې لاسيپلورونکو ته غرفې په موقت ډول وېشل شوې او د هغوی لپاره ټاکل شوې ساحې عامه ځایونه دي.