ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالي: له لاسي‌پلورونکو د ښاري خدمتونو ټولېدونکی فیس اوس مستقیم د دولت خزانې ته ځي

کابل ښاروالي: له لاسي‌پلورونکو د ښاري خدمتونو ټولېدونکی فیس اوس مستقیم د دولت خزانې ته ځي

author avatar
21 May 2023 - 16:33
کابل ښاروالي: له لاسي‌پلورونکو د ښاري خدمتونو ټولېدونکی فیس اوس مستقیم د دولت خزانې ته ځي
author avatar
21 May 2023 - 16:33

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، لاسي‌پلورونکو ته د غرفو له وېش وروسته په ښار کې نسبي نظم او پاکوالی رامنځته شوی؛ خو د ښاروالۍ یوه مسوول وویل چې لاسي‌پلورونکو ته غرفې په موقت ډول وېشل شوې او د هغوی لپاره ټاکل شوې ساحې عامه ځایونه دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر د غرفو مالکان د غرفو له لوړو کرایو شکایت او د کمېدو غوښتنه یې کوي.

د کابل ښاروالي د لاسي‌پلورونکو د یادې غوښتنې په ځواب کې وايي، دغه موضوع په کابینې پورې اړه لري او دوی هم په دې برخه کې کابینې ته وړاندیز کړی، خو تر هغه چې د کابینې له خوا پرېکړه و نه شي نو ټول غرفه‌لرونکي اړ دي چې دغه فیس تحویل کړي او له دې پرته یې غرفې ترې اخیستل کېږي.

د کابل ښاروالۍ د بی‌نظمۍ او ګڼې‌ګوڼې مخنیوي په موخه، شاوخوا یو کال وړاندې د کابل ښار په ځینو سیمو لکه سرای شمالي، مېوې مارکېټ، پل خشتي او داسې نورو کې د لاسي‌پلورونکو لپاره غیرمتحرکې غرفې په سپین رنګ کې ځای پر ځای کړې.

د ښاروالۍ دغه اقدام د خلکو له هرکلی سره مخ شو او دا چاره یې د ښار د ښکلا او د بې‌نظمۍ مخنیوي لپاره ګټور وبلله.

د کابل ښار اوسېدونکی حکمت‌الله وايي، پخوا به لاسي کراچۍ ان د سړک منځ ته راتلې؛ خو د یادو غرفو په جوړېدو سره اوس نظم رامنځته شوی او ټول یې په یوه کتار کې ځاي پر ځای شوې دي.

په کابل ښار کې یو موټرچلوونکی سیدعالم هم د یادو غرفو له ځای پرځای کولو او رامنځته شوي نظم څخه خوښ دی او له حکومته غواړي چې د ښار په نورو برخو کې هم چې کراچۍ په سړکونو کې د ګڼې‌ګوڼې لامل کېږي، دغه ډول غرفې جوړې کړي.

اوس له څو میاشتو تېرېدو وروسته، ځیني غرفه‌لرونکي وايي چې تر اوسه د کار نشتوالي او کمو عوایدو له امله نه دي توانېدلي چې د غرفو کرایې ورکړي.

د کابل ښار مارکېټ سیمه کې د ۲۵۰ غرفو استازی غلام‌محمد چې د دغه مارکېټ په یوه غرفه کې مېوه پلوري وايي، د دغه ۲۵۰ غرفو له جملې یوازې ۷۰ یې فعالې دي او پاتې نورې یې د کرایې نه پوره کېدو له امله یا خپلې غرفې پرېیښې او یا هم په نورو سیمو کې کار کوي.

هغه زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ تېره اونۍ د کرایې نه ورکولو له امله ۹ غرفې لرې کړې او نورو ته یې هم خبرداری ورکړ چې د ټاکلي فیس نه ورکړې په صورت کې به ټولې غرفې لرې کوي.

غلام دستګیر چې په یوه غرفه کې پلاستیک پلوري وایي، دغه اندازه پیسې چې حکومت ټاکلې دي، ډېر ملا ماتوونکي دي او هغوی یې نشي ورکولای.

د هغه په وینا، هغوی پخوا (د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو مخکې) ۳۷۰ افغانۍ کرایه ورکوله، خو اوس ورته د میاشتي ۵۲۵۰ افغانۍ کرایه ټاکل شوې او له کم ورځني عاید سره د دغه اندازه پیسو د ورکړې توان نه لري.

حسیب‌الله چې د تایمني په دویم سړک کې په یوه بله غرفه کې لباس پلوري وایي، پخوا یې هیڅ پیسې نه ورکولې خو اوس دوی ته ۱۷۲۰ افغانۍ میاشتنۍ کرایه ټاکل شوې ده.

دغه غرفه‌لرونکي خوښ دي چې اوس په منظم ډول ورته یو ځای ځانګړی شوی، خو له حکومته د کرایو کمولو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې، د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وایي، لاسي پلورنه یو موقت او نیمه وخت کار دی او هیڅکله یو لاسي پلورونکی نشي کولای چې په یوه ځای کې په دوامداره توګه فعالیت وکړي؛ ځکه د هغه په وینا، په ټولو هغو ځایونه چې لاسي پلورونکي فعالیت کوي، عامه ځایونه دي.

هغه زیاته کړه، د کابل ښاروالي له یادو غرفو څخه کرایه نه بلکې د ښاري خدمتونو فیس اخلي، د قانون له مخې کله چې له عامه ځایونو څخه موقت ګټه اخیستل کېږي نو ښاروالي حق لري چې له هغوی څخه فیس واخلي.

د بارکزي په وینا، کابینې په هره ناحیه کې د خلکو ګڼه‌ګوڼې ته په کتو د دغو فیسونو اندازه په درېیو کټګوریو کې ټاکلي دي: لومړۍ کټګوري یو مترمربع ۳۲۰ افغانۍ، دویمه کټګوري ۹۲۰ افغانۍ او درېیمه کټګوري ۱۷۲۰ افغانۍ دي.

هغه څرګنده کړه چې د ځینو غرفو د ښاري خدمتونو د فیس لوړېدل له ۵ تر ۶ زره افغانیو پورې د غرفو د ابعادو لویوالي له امله دي، کنه نو په یوه مترمربع کې هم لاسي پلورنه کېږي.

د کابل ښاروالۍ استازي زیاته کړه، پخوا یو مافیایي سیسټم موجود و او پیسې به د دولت خزانې ته نه تللې، خو اوس له دغو لاسي پلورونکو د ښاري خدمتونو فیسونه مستقیما د دولت خزانې ته ځي.

هغه همداراز د ښاري خدمتونو فیس کمولو اړوند د لاسي پلورونکو غوښتنې په اړه وویل، دغه موضوع کابینې پورې اړه او دوی هم په دې تړاو کابینې ته وړاندیز کړی دی؛ خو تر هغې چې کابینې په دې تړاو نوې پرېکړه نه وي کړې، نو ټول غرفه لرونکي مکلف دي چې دغه فیس تحویل کړي، د سرغړونې په صورت کې به یې غرفې لرې کړای شي.

Visits: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.